د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي زدکونکیو د شوکت عزیز د خلاصون لپاره مظاهره وکړه


قبایلي زدکونکیو د شوکت عزیز د خلاصون لپاره مظاهره وکړه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:53 0:00

د قبايلي سيمو زده کونکیو سازمان د یکشنبې په ورځ د خپل یو ملګري شوکت عزيز د ګرفتارۍ خلاف د پيښور پریس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه. په دې موقع د قبايلي سيمو زده کونکیو سازمان مرستیال مشر محمد ادریس مشال راډیو ته وویل، د ايف سي ار قانون ختمولو لپاره تحريک چلونکي او تر ۳ ايم پي او قانون لاندی نيول شوی شوکت عزیز دې زر تر زره خوشې کړل شي. بلخوا نن د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر مشتاق غني مشال راډیو ته وویل چې د جمعې په ورځ د فاټا اصلاحاتو په اړه په پېښور کې له غونډې وروسته شوکت عزیز لانجه رامنځ ته کړه او وروسته بیا د ډپټي کمیشنر په دفتر کې یې خلکو ته ګواښونه وکړل نو ځکه ونیول شو. نور تفصیل په دې ویډیويي راپور کې چې ځلان یوسفزي جوړ کړی دی.

​
XS
SM
MD
LG