ننګرهار: ترافیکي پېښې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د ننګرهار چارواکي وایي چې نن د سېشنبې په سهار شاوخوا اوه نیمې بجې د روداتو ولسوالۍ اړوند سرخ دیوال سیمه کې د دوه موټرو د جنګېدو له امله پنځه تنه وژل شوي او اوه تنه نور په کې ټپیان شوي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې په وژل شویو کې یوه مېرمن او دوه ماشومان هم شامل دي.

دی وایي چې ټپیان د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او د ټولو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.