ترکي د شام په افرین سیمه کې د امریکا ملاتړي کرد جنګیالو پر ضد پوځي عملیات پیل کړي دي.
د ترکي د دفاع وزیر نورالدین چانیکیلي ویلي دغه عملیات د جنورۍ پر ۱۹مه د ترکي پولې ته نیزدې سیمو کې پیل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې ده چې له ترکي سره د ټولو ترهګرو له مینځه وړلو بغیر بله لار نشته.
چانیکیلي وویل انقره او ماسکو به د عملیاتو په اړه خبرو اترو ته دوام ورکوي.
د کردي ځواکونو یو ویاند منلي دي چې ترک ځواکونو له خپلې خاورې د شام په افرین سیمه کې بمباري کړي ده او د کردانو کلي يي په نښه کړي دي.