د ایران ولسمشر حسن روحاني د سېشنبې په ورځ د امریکا هغه غوښتنه رد کړې ده چې د ملګرو ملتونو ایټمي څارونکو ته دې اجازه ورکړل شي چې په تهران کې د ایران د پوځي اډو جاج واخلي.
نورو ایرانیو چارواکو د امریکا دا غوښتنه یو خوب بللی دی.
ولسمشر حسن روحاني پر ټلویزون په خپره شوې وینا کې ویلي ، داسې نه ښکاري چې د ملګرو ملتونو د ایټمي چارو اداره دې په هیڅ صورت هم له داسې یو دورې سره اتفاق وکړي.
حسن روحاني ویلي ، که چېري یاده اداره له دې غوښتنې سره اتفاق وهم کړي خو تهران به یې ونه کړي.
نوموړي ویلي چې د ملګرو ملتونو د ایټمي چارو له ادارې سره د ایران اړیکې امریکا ندې ټاکلې بلکې پر اصولو ولاړې دي.
دا له هغه وروسته ده چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هېلي تېره اونۍ ویلي وو چې ملګري ملتونه دې د دې لپاره د ایران پوځي اډو ته د لاس رسي غوښتنه وکړي چې ایا دا هیواد خو ایټمي فعالیتونه کوي که نه؟