ولسمشرۍ ماڼۍ وايي؛ که څه هم سلو په سلو کې باور نهلري چې پاکستان په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره رښتینې همکاري وکړي خو هیله لري چې د دواړو هېوادونو د کاري ډلو له ناستې وروسته ښې نتیجې ترلاسه شي.
د ولسمشر مرستیال ویاند نجیبالله ازاد د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د پاکستان په اړه د نړیوالو د لیدلوري تر بدلون وروسته نوموړی هېواد د ترورېزم پر وړاندې مبارزې سره له افغانستان سره له همکاري پرته بله لار نهلري.
دی وايي، په دې برخه کې افغانستان یوازې د پاکستان په ژمنو تکیه نهکوي بلکې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له نورو لار چارو هم کار اخلي.
د ولسمشر مرستیال ویاند نجیبالله ازاد
ښاغلي ازاد زیاته کړه:
"افغانستان اوس مهال په دې باور دی چې پاکستان د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له همکارۍ پرته بله لاره نهلري، له همدې امله افغانستان هیله لري چې شاید د پاکستان حکومت دا ځل د ترورېزم په وړاندې عملي او رښتینې مبارزه وکړي خو افغان حکومت یوازې په دا ډول ناستو او ژمنو تکیه نهکوي."
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې په نېږدې راتلونکې کې کابل د افغانستان او پاکستان د کاري ډلو د ناستې کوربه وي.
د امریکا استخباراتي چارواکي: پاکستان د ترهګرو په ځپلو کې ناکامه شوی
شي: چمتو یو چې د افغانستان،پاکستان،امریکا او چین د غونډې کوربه توب وکړو
ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، دا ناستې د ترورېزم په وړاندې د اقداماتو د همغږۍ او د تروریستي شبکو د لهمنځه وړلو په هدف په کابل او اسلاماباد کې جوړېږي.
ویل کېږي چې د دواړو هېوادونو د کاري ډلو د دې ناستو په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني او د لومړي وزیر نوازشریف ترمنځ د شانګهای د همکاریو د سازمان د ناستې په څنډه کې موافقه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې افغانستان حکومت په وارـ وار پاکستان د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې رښتینې مبارزې ته رابللی دی.
دوه کاله وړاندې د کابل د شاه شهید له خونړۍ پېښې وروسته ولسمشرمحمد اشرف غني له پاکستان سره په خپل چلند کې بدلون راوست او له دې هېواده يې جدي غوښتنه وکړه چې په خپله خاروه کې د تررویستانو مرکزونه لهمنځه یوسي.
له هغې راورسته تر دې دمه د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلي دي او افغان حکومت په څو ځلي پاکستان په افغانستان کې د بېلابېلو تروریستي پېښو مسؤل بللی خو پاکستان دا تورونه رد کړي دي.
په ورته وخت کې د نړیوالو چارو یو شمېر کارپوهان د دواړو هېوادونو د کاري ډلو ناستې د افغانستان په ګټه بولي وايي چې دا هېواد باید د فعالي ډیپلوماسۍ په درلودلو سره د پاکستان په اړه د نړیوال لید لوري تر بدلون وروسته د پاکستان په نسبت ګټه وکړي.
له ډلې داود رواش له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل:
"ډیپلوماټیکې لارې، بحثونه او د سیمې او نړۍ په کچه خبرې اترې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو د افغان حکومت ته جدي اړتیا ده، مهم بحث دا دی چې افغانستان وتوانېږي چې یوه فعاله ډیپلوماسي ولري او داسې وړاندیزونه وکړي چې په کې خپل هدف سولې او ثبات ته ورسېږي."
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې افغانستان د یوې فعالي ډیپلوماسۍ په درلودلو سره توانېدلی چې په نړیواله کچه په پاکستان فشار راوړي او د نړیوالو پام دې بحث ته راوړي چې پاکستان له ترهګرۍ څخه ملاتړی هېواد دی.
د حقوقي چارو کارپوه نصرالله ستانکزی وايي، افغان حکومت حق لري چې خپل سیاست په هر ډول تنظیم کړي خو په دې شرط چې د نړیوالو حقوقو سره په ټکر کې نهوي.
راپور: اکرام الله اکرام