د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا تورونه رد کړل چې مسکو طالبانو ته وسلې ورکوي.
سرګي لاوروف د چارشنبې په ورځ په واشنګتن کې له امریکایي چارواکو سره وکتل او بیا یې یوې خبرې غونډې ته وویل، هغه څوک چې د افغانستان له اوسني حالاتو سم خبر دي نو باید پوه شي چې له طالبانو سره د وسلو او مهماتو د مرستې تور بې بنسټه دی.
تر دې مخکې یو شمیر امریکایي پوځي چارواکو ادعا کړې وه چې د ځینو شواهدو له مخې روسیه له طالبانو سره په پوځي برخه کې مرسته کوي.
د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس په وروستیو کې ویلي و چې د دې همکارۍ په اړه اندېښنه لري.