د پېښور زلمیانو د ۲۰۱۷ م کال د پاکستان سپر لیګ جام په خپل نوم کړ. پای لوبه پرون د لاهور په قذافي سټیډیوم د کویټه ګلیډیټرز او پېښور زلمو ترمنځ وشوه.
د پېښور لوبډلې لومړۍ لوبه وکړه او د ۱۴۹ منډو هدف یې ورکړ، خو د کوټې لوبډلې دا هدف پوره نه کړای شو او لوبه د پېښور ټیم په ۵۸ و منډو وګټله.
د پاکستان سپر لیګ ۲۰۱۷ م کال نورې لوبې په دوبۍ کې وشوې خو د پای لوبه لاهور ته وېوړل شوه.
زرګونو امنیتي سرتېرو د لاهور ښار او په ځانګړي ډول د قذافي سټیډیوم امنیت نیولی و. په پای لوبه کې د کوټې او پېښور په ټیمونو کې د بهرنیو هیوادونو لوبغاړو هم لوبه وکړه.
پاکستاني چارواکي هیلمن دي چې دې ته په کتو سره به نړیوال ټیمونه یو وارې بیا د پاکستان په لوبغالو کې لوبې ته زړونه ښه کړي.