د امريکا د ملي امنيت سلاکار د جمعې په ماښام له ولسمشر اشرف غني سره د افغانستان او سيمې پر امنيتي وضعيت خبرې وکړې.
د افغانستان د جمهوري رياست مرستيال وياند شاه حسين مرتضوي مشال راډيو ته وويل چې د امريکا د ملي امنيت سلاکار هربرت ريموند مک ماسټر او ولسمشر غني په دې ټليفوني خبرو کې د ترهګرۍ په وړاندې پر مبارزې هم بحث وکړ.
شاه حسين مرتضوي وویل ، “دواړه لوريو د افغانستان او سيمې پر وضعيت، د ترهګرۍ په وړاندې پر مبارزه، د افغانستان پر څلور کلن امنيتي پلان او د دغه هېواد پر پارلېماني انتخاباتو بحث او د نظرونو تبادله وکړه."
ټاکل شوې ده چې په افغانستان کې پارلماني انتخابات په راتلونکي کال کې ترسره شي.
مک ماسټر د تېرې مياشتې په وروستيو کې د امريکا د ملي امنيت د سلاکار په توګه وټاکل شو.
دى چې د امريکا يو تجربه لرونکی جنرال ګڼل کېږي، په افغانستان کې يې هم دنده ترسره کړې ده.