له شمالي وزيرستانه د جګړو او پوځي عملياتو له وجې بې کوره شوي خلک وايي د حکومتي وعدو وروسته خپلو سيمو ته ستانه شول خو اوس ورته چارواکي د وعدو سره سمې مالي مرستې نه کوي.
دوی کې ځينو يې مشال ريډيو ته وويل چې حکومت ورسره د مياشتې ۱۲۰۰۰ روپيو د ورکړې وعده کړې وه خو اوس ورته ستونزې جوړوي. د وقار په نامه يو تن نن مشال ريډيو ته وويل:
« داسې خلک هم شته چې پر ستنیدو یې کال واوړېد خو حکومت ورته هېڅ ډول مرستې نه دې ورکړي.»
بلخوا د ځايي انتظاميې چارواکي وايي د ستنو شویو کډوالو تصديق کې د ځنډ له وجې دا ستونزه پيدا شوې او دوی یې د حلولو کوشش کوي.