"په عراق، شام او افغانستان کې لا هم په جګړه بوخت یو"

د امریکا ولسمشر باراک اوباما وايي، دوی لا هم په عراق، شام او افغانستان کې د وسله والو پرضد په جګړه بوخت دي.

ولسمشر اوباما دا څرګندونې بېګا په واشنګټن کې د امریکا له پوځي مشرتابه سره د لیدو کتو پر مهال کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر باراک به شاوخوا دوې اونۍ وروسته واک په رسمي توګه منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته سپاري.

منختب ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر اوسه د افغانستان په اړه کوم څرګند دریځ نه دی په ډاګه کړی.