د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ ویاند وایي، هېڅ شواهد نهدي رابرسېره شوي چې وښیي روسي هکرانو د نومبر د انتخاباتو پر نتیجې نفوذ کړی و.
شان سپایسر د دوشنبې په ورځ فاکس نیوز ته وویل، په هغه بڼه چې مخکښې رسنۍ یې خبره کوي چې روسیې پر انتخاباتو نفوذ درلود، په دې اړه هېڅ شواهد نهشته چې دې هېواد دې احتمالاً پر انتخاباتو نفوذ کړی وي.
ولسمشر بارک اوباما وویل، د روسیې د مداخلې په اړه شواهد دومره قانع کوونکي و چې له املهیې ده تېره اوونۍ ۳۵ روسي ډیپلوماټان له هېواده وایستل او پر روسیې یې نوي بندیزونه ولګول.
په کانګرس کې د دواړو ګوندونو غړو د اوباما د دې هڅو ملاتړ کړی دی.
خو ټرمپ پرلهپسې د هک کولو دغه ادعاوې رد کړي دي.