ټرمپ رېکس ټېلرسن د بهرنیو چارو وزیر په ټوګه ونوماوه

د امریکا منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تیلو د کمپنۍ اېګزون موبیل مشر رېکس ټېلرسن د دې هېواد د بهرنيو چارو د وزیر په توګه ونومولو.

دا اعلان د ټرمپ انتقالي ادارې نن(سېشنبه) په يوه خپاره شوي بيان کې وکړی. ټرمپ ویلي چې د ټېلرسن باور، پراخه تجربه، او د سياست په ډګر کې د هغه ژوره پوهه د نوموړي د نومولو لامل ده.

بيان د ټرمپ له خولې زياتوي چې ټېلر به سيمه ييز ثبات پرمخ وړي او د امريکا د ملي امنيت پر اساسي ګټو به متمرکز وي. ټرمپ د اتم نومبر د ولسمشريزو انتخاباتو تر ګټلو وروسته د بهرنيو چارو وزارت د دې مهمې چوکۍ لپاره له يو شمېر تکړه کسانو سره مرکې کړې وې.

ټېلرسن به د تاييد لپاره سېنېټ ته وړاندې کيږي او د اروېدنې پر مهال کېدای شي له هغه څخه له روس سره د ده د اړيکو په اړه پوښتنې وشي. اېګزون موبيل کمپنۍ په روس کې پراخې ګټې لري او ټېلرسن پر امريکا نيوکه کړې وه چې ولې يې په اوکراين کې د لاسوهنې له کبله پر روس بنديزونه ولګول.

له همدې کبله د ده کمپنۍ د ځينو پروژو پرېښودو ته مجبوره شوله. د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتین په ۲۰۱۳م کال کې ټېلرسن ته د دوستۍ مېډال ورکړی و او د سوند او توانايي په برخه کې يې د هغه خدمات ستايلی و.