د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، د ترکي او یونان پر پوله لږ تر لږه ۱۳ زره کډوال د دې لپاره غونډ شوي دي چې اروپا ته ننووځي.
دا له هغه وروسته ده چې ترکي د فبرورۍ پر ۲۹مه اشاره ورکړه چې په ترکي کې موجود کډوال به اروپا ته له تلو راونه ګرځوي.
د یونان چارواکو ویلي چې هغوی لږ تر لږه د ۱۰ زرو داسې کسانو مخه نیولې چې هغه هیواد ته د ننوتلو هڅه یې کوله.
د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان له اوږدې مودې دړکه کړې چې له ګاونډي هیواد شام څخه به ورغلي میلیونونه کډوال پر اروپا ورپرېږدي.
ولسمشر اردوغان وايي اروپا له ترکي سره د کړو وعدو په پوره کولو کې پاتې راغلې ده.
د هغه په وینا ، په دې وعدو کې دا هم شامل وو چې اروپا به د کډوالو د مخنیوي په بدل کې ترکي ته د مرستې په توګه په اربونو یورو ورکوي.