د لاسرسي ځای

تازه خبر

له بنو بلوچستان ته په تبلیغ پسې تللی کس له کورونا ومړ

د بنو مندیو سیمې څلور اویا کلن سیدنواز خان په تبلیغ پسې د بلوچستان کوټې ښار ته تللی وو چې یوه نیمه هفته وړاندې په رېل ګاډي کې د پېښور له لارې خپل کلي ته ستون شوی وو.

ضلعي انتظامیې د هغه مړی سیل کړی دی او جراثیم کش دوایانې یې پرې پاشلې او د هغې سیمې خلک د کورونا وایرس تر چاڼ باسي.

د بنو سوکړي حسنخېل کښې هم د کرونا وایرس د یوې مثبتې پېښې له راتلو پس پولیس د متاثره تن سیمه په خپله ولکه کښې اخیستی دی او هلته یې تګ راتګ درولی دی.

د بنو ډپټی کمشنر کپټن ریټایرډ محمد زبیر خان نیازي وائیلی دی چې د کرونا وایرس د مخنیوی لپاره په ښارګوټي او خو او شا سیمو کښې نوره هم سختي راوستل شوې ده. په ښارګوټي کې د میډیکل سټورونو علاوه د خوراکی موادو دکانونه به هم د مازیګر له پینځو بجوپس تړلي وي.

​
XS
SM
MD
LG