د افغانستان مالیې وزیر اکلیل حکیمي نن د جون پر ۲۶مه په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې سبا به یې د کابینې په غونډه کې ګډون د خپل ماموریت وروستۍ ورځ وي.
نوموړي د خپلې استعفا د لایلو په اړه وویل چې شخصي او کورنۍ پرېکړه یې ده او کوم فشار دې تصمیم ته نه دی اړه کړی.
حکیمي دا هم وویل چې د خپلې دغې پرېکړې په اړه یې له ولسمشر سره مخکې خبرې کړې دي.