افغان ولسمشر اشرف غني ویلي، د اسلام اباد د ستونزو له کبله له پاکستان سره سوداګري نیم په نیمه کمه شوې.
دا خبره نوموړي د خالي پر ورځ په کابل کې په خبرو کې د پاکستان او افغانستان ټرانزیټي موافقې ته په اشاره کړې ده.
ده وویل، افغانستان د منځنۍ اسیا ډاډمنو ټرانزیټي لارو ته لاسرسی کړی او هېڅوک نشي کولای چې د کابل او نوي ډیلي ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا مخه ونیسي.