په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وايي، له بګرام هوايي اډې سره نېږدې په چاودنه کې درې جارجیايي سرتېري ژوبل شوي دي.
د ناټو یوه ویاند ټام ګرېسبیک تېر مازیګر وویل، وسله والو چوونکي مواد په یوه موټرسایکل کې ایښي ول او کله چې د نړیوالو ځواکونو ګاډی تېرېده نو چاودنه وشوه.
ده زیاته کړه چې د ژوبلو جارجیايي سرتېرو روغتیايي حالت ښه دی.
د جارجیا د دفاع وزارت د پېښې پخلی کړی دی.
جارجیا دا مهال په افغانستان کې ۸۸۰ سرتېري لري چې د ناټو په مشرۍ د شاوخوا ۱۳،۵۰۰ سرتېرو د ماموریت په چوکاټ کې کار کوي.