په پېښور کې د افغانستان د قونسلګرۍ چارواکي وایي چې نن د جولای پر شلمه به په پاکستان کې د هغو افغان کډوالو د نومونو د ثبتولو بهیر پیل شي چې تراوسه په دې هیواد کې د کډوالو په توګه نه دي ثبت شوي.
په دې قونسلګرۍ کې د کډوالو د څانګې مشر عبدالحمید جلیلي د چارشنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل، چې دا کډوال یوازې د دې لپاره راجسټرېږي چې پولیس یې ونه ځوروي او هېواد ته د بیرته ستیندو پر مهال ورسره یوه اندازه مرسته وشي.
جلیلي دغه راز هغه اوازې هم رد کړي چې ګواکې د کډوالو له راجسټر کېدلو سره سم به هغوی ته تر ډېره په پاکستان کې د اوسېدو اجازه ورکړل شي.