د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند: طالبانو پر ګرشک ولسوالۍ حمله کړې

افغان چارواکي وايي د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې طالبانو بريد کړی دی چې امنيتي ځواکونه ورسره په جګړه بوخت دي.

دهلمند د والي ویاند عمرځواک نن مشال ريډيو ته وويل چې دا بريدونه په یوه وخت کې دامنیتي کمربند پرڅلورو مهمو نقطو پیل شو. د هغه په وينا تراوسه شپږ امنیتي سرتیري ټپیان شوي دي. نوموړي زياته کړې چې د بهرنیو ځواکونو په بمبارۍ کې ۱۸ وسله وال وژل شوي دي او ګڼ نور ټپیان دي.

ځواک وویل وسله والو دسربند، ده ادم خان، پارچاوې او اب پاشک په سیمو کې پر امنيتي پوستو موټر بم ځانمرګي بريدونه وکړل او ورپسې يې وسله والې حملې ته زور ورکړ خو د هغه په وينا په شاتمبول شوي دي. طالبانو مطبوعاتو ته په لېږلي ايميل کې د بريد زمه واري منلې ده.

پر ګرشک ولسوالۍ په داسې حال کې دروند بريد کيږي چې د جولايي په ۱۷ تاريخ افغان ځواکونو له طالبانو څخه د ناوې ولسوالۍ ونيوله. د هلمند دا ولسوالي نهه مياشتې د طالبانو په کنټرول کې وه.

په دې اړه انځوريز رپورټ دلته کتلی شئ.

انځورونه: افغان ځواکونو له طالبانو د ناوې ولسوالۍ مرکز ونيو

افغان ځواکونه د ناوې ولسوالۍ مرکز ته د ننوتو په حال کې دي
1/6 افغان ځواکونه د ناوې ولسوالۍ مرکز ته د ننوتو په حال کې دي
نور وګوره کم وښیاست
يو افغان سرتيری د ځايي ماشومانو سره خبرې کوي
2/6 يو افغان سرتيری د ځايي ماشومانو سره خبرې کوي
نور وګوره کم وښیاست
افغان ځواکونه د طالبانو يوه لوحه ماتوي
3/6 افغان ځواکونه د طالبانو يوه لوحه ماتوي
نور وګوره کم وښیاست
يو افغان سرتيری د ناوې په مرکز کې د طالبانو بېرغ راټولوي
4/6 يو افغان سرتيری د ناوې په مرکز کې د طالبانو بېرغ راټولوي
نور وګوره کم وښیاست
ناوه ولسوالي نهه مياشتې د طالبانو په کنټرول کې وه. د افغان ځواکونو ورننوتو سره يې په مرکزي چوک کې د افغانستان بېرغ پورته شو
5/6 ناوه ولسوالي نهه مياشتې د طالبانو په کنټرول کې وه. د افغان ځواکونو ورننوتو سره يې په مرکزي چوک کې د افغانستان بېرغ پورته شو
نور وګوره کم وښیاست
نهه مياشتې وروسته د ناوې ولسوالۍ پر مرکزي چوک د افغانستان ملي بېرغ ورپول شو
6/6 نهه مياشتې وروسته د ناوې ولسوالۍ پر مرکزي چوک د افغانستان ملي بېرغ ورپول شو
نور وګوره کم وښیاست
پخوانی
بل

​
XS
SM
MD
LG