د ایران د د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي ، امریکا په نویو بندیزونو لګولو فضا خرابوي.
نوموړي بېګا په نیویارک کې خبریالانو ته وویل ، د امریکا له خوا دا نوي بندیزونه له ایټمي تړونه سرغړونه ده.
دا له هغه وروسته ده چې امریکا پر داسې ۱۸ کسانو او ادارو نوي بندیزونه لګولي چې د ایران له بېلسټک توغندي او نورو پوځي فعالیتونو سره یې مرسته کړې ده.
امریکا دا اعلان له هغه یو ورځ وروسته کړی چې د دوشنبې په ورځ یې د دې خبرې پخلی وکړ چې ایران په ۲۰۱۵م کال کې پر شوي ایټمي تړون عمل کوي.
امریکا وویل چې له هم دې کبله به پر ایران د ایټمي فعالیتونو اړوند بندیزونو د نرمولو لړۍ ته دوام ورکړي.
جواد ظریف سي بي ایس ټلویژن ته وویل ، دوي به د دې بندیزونو جاج اخلي او د هغه مطابق به غبرګون ښي.