افغان چارواکي وايي په ننګرهار ولايت کې يې په تېرو دولسو مياشتو کې د سختو عملياتو په کولو سره داعش وسله وال ځپلي او د دوی نيټ ورک يا شبکه يې ختمه کړې ده.
د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼي د یکشنبې په ورځ مشال راډيو ته وويل چې داعش وسله وال له قبايلي سيمو هلته ورځي.
« زرګونه داعش وسله وال چې د پولې ها خوا نه دې خوا ته اوړېدلي وو، اکثره یې په جګړو کې وژل شوي دي. د دوی مهم قوماندانان له منځه لاړل، د دوی رهبري ړنګه شوه، اوس مهال هم په ننګرهار کې د داعش جنګیالي موجود دي، دوی یوازې اوس په ډېر کمزوري حالت کې جګړییز فعالیت کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې تېره هفته د ننګرهار ولايت چارواکو ويلي وو چې داعش وسله والې ډلې په پچيراګام او ځينو نورو ولسواليوو کې د ګڼو ملکي وګړو کورونه سوځولي دي.