د افغانستان حکومت وايي،له نړیوال تور لسټه د یو چا د نامه اېستلو غوښتنه یوازې دوی کولای شي.
دا خبره د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري بېګا مشال راډیو ته وکړه.
دا له هغه وروسته ده چې طالبانو له امریکا سره د خبرو اترو لپاره په وړاندې کړیو شرطونو کې ویلي دي چې یو دې د دوی د مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو له تور لسټه و اېستل شي او بل دې ټول امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي.
طالبانو لس ورځې وړاندې هم ویلي وو چې که د دوی شرطونه ومنل شو نو ښايي مخامخ خبرو اترو ته حاظر شي.