د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ډاډ ورکوي چې تر راتلونکیو دوو میاشتو پورې به د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو مهالویش اعلان کړي.
د دغه کمیسون ویاند او منشي ګلا جان عبدالبدیع صیاد د اتوار په ورځ مشال راډیو ته وویل د انتخاباتو د مالي، حقوقي او عملیاتي کمېټو د ارزونې په رڼا کې به د دغو انتخاباتو نېټه معلومه شي.
ښاغلي صیاد وویل يو شمېر پخوانۍ لایحې او طرزالعلمونه اصلاح او بیا کتنې ته اړتیا لري.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون نویو کمشنران شا او خوا درې اونۍ وړاندې د ولسمشر په وړاندې د لوړې مراسم تر سره او رسمآ یې په کار پیل وکړ.