د پکتیا امنیه قوماندان وايي، د احمد ابا ولسوالۍ په ځینو سیمو کې به پوځي عملیات پیلوي.
مل پاسوال قادرګل ځدراڼ مشال راډیو ته وویل چې په دې اړه د چارشنبې په ورځ په ګردېز کې غونډه وشوه.
ښاغلي ځدراڼ زیاته کړه:"وچ غړکې، څپړۍ کې، لنده غړکې او د مچلغو په شاوخوا کې د دښمنانو غوځښت لیدل کېږي، خو موږ په امنیتي غونډه کې پرېکړه وکړه چې ډېر ژر به، په دا سیمو کې عملیات ترسره کېږي."
د پکتیا امنیه قوماندان د دغه ولایت په ۱۳ ولسوالیو کې امنیت د ډاډ وړ بولي خو د پکتیا له بېلابېلو ولسوالیو روان کال د ناامنیو راپورونه خپاره شوي دي او د جانيخېلو ولسوالۍ یوه موده د دولت مخالف وسلهوالو په لاس کې وه.