د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سلګونه افغان کډوال ستانه شوي

د افغانستان ننګرهار ولایت چارواکي وايي، په یکشنبه او دوشنبه لږ تر لږه ۱۰۰۰ کډوالې کورنۍ له پاکستانه ورسېدلې دي.

د دغه ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼي د دوشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل، له پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر ګړندی شوی

"د ننګرهار لپاره یوه لویه ستونزه دا ده چې زیات د نورو ولایتونو خلک دي خو اکثره دلته میشتېږي او موږ یې له ډېرو ستونزو سره مخامخ کړي یو لکه د دوی روغتیا، استوګنځایونه او د ماشومانو لپاره ښوونځیو پیداکول. خو موږ له مرستندویه ادارو سره اړیکې لرو او هغه امکانات چې موږ يې لرو ورسره یې شریکوو.“

هغه زیاته کړه چې په وروستیو څو میاشتو کې نږدې پنځه شپېته زره کورنۍ له پاکستانه دغه ولایت ته ستنې شوي او لږ تر لږه پنځه څلوېښت زره کورنۍ د ننګرهار بېلابېلو ولسوالیو ته کډې کړي دي.

​
XS
SM
MD
LG